دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 177991
طالبانو د امریکا سره د خبرو د ځنډولو خبرداری ورکړ
طالبانو خبرداری ورکړی چې که امریکا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ایستلو بحث د خبرو اصلي موضوع نکړي د امریکا سره به خپل تماسونه بند کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا دا ډول خبرې د جنګ د دوام په معنی بللي دي.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې د امریکا استازو د دوحه په غونډه کې ژمنه کړې وه چې په راتلونکې غونډه کې به د افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو په موضوع خبرې وکړي، پداسې حال کې چې ددې اعلامیې په بنسټ امریکا دغه ډول خبرو ته لیوالتیا نده ښودلې.
خو د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي محمد اسماعیل قاسمیار امریکا غږ ته وویل چې دا ډول خبرې د سولې د مذاکراتو روان بهیر له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي. هغه وویل "دا ډول خبرې او منفی ګرايي او د سولې پروسې ته نه ویل په دې مانا چې جنګ به روان وي. او جنګ د حل لار نه ده، ټولې خواوې په دې قانع دي. هغوی ( طالبان) چې له امریکا سره کوم مسایل لري او یا خپلې غوښتنې لري، معقوله او عملي لاره یې دا ده چې مذاکرات پيل شي، شرایط واورېدل شي، ژمنې وشي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي او ځینې هېوادونه یې ضمانت وکړي. بیا هغه وخت کېدی شي چې یو شرط دا وي چې د یو مهالوېش له مخې بهرني ځواکونه له هېواده ووځي. دا یوه سمه لار ده چې سړی پرې باور کولی شي. اوس یو اړخ هم پر بل اړخ اعتماد نلري."
پدې وروستیو کې طالبانو اعلان وکړ چې د امریکا د استازو سره یې خپله غونډه چې ټاکل شوې وه په په قطر کې وشي د اجندا پر سر د "نظر د اختلاف" په وجه لغو کړې ده. که څه هم چې په کابل کې د امریکا سفارت وروسته وویل چې دداسې غونډې جوړیدل په پلان کې نه وو.
د امریکا سره د خبرو د لړۍ د شلولو په اړهد طالبانو خبرداری په داسې حال کې مطرح کیږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې په لیدنو کتنو بوخت دی. ښاغلي خلیلزاد پدې سفر کې افغان مقاماتو ته د طالبانو سره د سولې د خبرو په اړوند د امریکا د "راتلونکو اقداماتو" په هکله معلومات ورکړي دي.
په هغه اعلامیه کې چې ارگ خپره کړې راغلي چې ښاغلي خلیلزاد د سه شنبې په ماښام په ارگ کې په یوه غونډه کې چې د جمهور رئيس غني او عبدالله عبدالله په گډون د افغانستان یو شمیر سیاسي مشران حاضر وو هند، چین او متحده اماراتو ته د خپلو وروستیو سفرونه اړه معلومات ورکړل.
 
د افغانستان دولت ټینگار کوي چې د طالبانو سره د سولې خبرې د افغانانو په مالکیت او مدیریت وشي، دا پداسې حال کې دي چې طالبان ټینگار کوي یواځې د امریکا سره د امریکایي قواو د وتلو پر سره خبرې کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhaevvuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته