د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اقتصاد د نړیوالې مجمع د دریمې ورځې په ناسته کې چې د جنورۍ په ۲۴ نېټه کېږي، د سویس هېواد داووس ښار ته روان شو.
جمهوررئیس غني به په دغه سفر کې د افغانستان د اقتصاد د راتلونکي محوریت په اړه بحث کې ګډون او د اقتصاد د ودې او په سیمه ییز اتصال کې د هغه د څرګند رول په اړه وینا وکړي.
دغه راز به د اقتصاد د نړیوالې مجمع د رئیس له لوري د نړۍ اقتصادي رهبرانو ته په برابره شوې مېلمستیا کې هم ګډون وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)