دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود : 178492
د سنګين ولسوالۍ په هکله:
د هلمند ولايت اړوند د امنيتي او کشفي ادارو او همدارنګه د منابعو د معلوماتو له مخې په سنګين ولسوالۍ کي د ملکي تلفاتو دداسي کومې پېښې په اړه کوم معلومات نه دي شريک شوي او نه هم د هلمند ولايت اړوند نظامي ارګانونو دغه ډول عمليات کړي دي.
دا پداسې حال کي ده، چي زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونو د سنګين جنوبي سيموکي چاڼيز عمليات پيل کړي دي، چي دښمن ته پکي سخته ضربه ورکول شوې ده، خو هغه هغه سيمي چي ادعا کيږي ملکي مرګ ژوبله پکي اوښتې د سنګين شمالي سيمه ده.
د هلمند نظامي شورا ددې پيښې څرنوالي په هکله پلاوی ګومارلی، ترڅو معلومه کړي چي دغه پيښه تازه ده او که پخواني تصويرونه کارېږي، چي په اړه به يې معلومات شريک شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgy79qxak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته