دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 180265
چین او امریکا د اړیکو پر ښه کولو کار پيل کړی
چین او امریکا د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر ښه کولو کار پیل کړی دی.


د راپورونو له مخې د چین لوړپوړی ديپلوماتیک پلاوی امریکا ته تللی دی او له امریکایي لوري سره یې جدي خبرې پيل کړې دي.

امریکايي چارواکي وايي، ټاکل شوې چې ددواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې رامنځ ته شوې ناندرۍ په هر اړخیزه توګه حل کړل شي.

دواړه لوري به همدا راز د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو پر بلې لیدنې خبرې وکړي او په هغه کې به یو شمېر هوکړې لاسلیک کړي.

د امریکا او چین ترمنځ د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په سوداګریزه برخه کې ستونزې راولاړې شوې وي چې اوس یې دواړه لوري حل جدي ښکاري.
https://avapress.com/vdch-vnzm23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته