د چارواکو په وینا، د شدیدو سېلابونو له امله د خلکو کلي او کورونه تخریب یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د بېړنیو حالاتو لپاره د دولت وزارت ویلي چې د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله په فاریاب، بلخ، بادغیس او هرات کې ډېرې سیمې تخریب شوې دي.
د فرانسې خبري اژانس وايي چې یوازې په بلخ کې سېلابونو او شدید باران تر درې زره زیات کورونه تخریب کړي دي.
په هرات کې د افغاني سرې میاشتې ادارې مشر میر ګلاب الدین میري فرانس پرېس ته ویلي چې ډېرو سیمو ته د لارو د بندېدو له امله د مرستې مواد او درمل نه شي رسولای.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)