دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 183198
ننګرهار والي وایي، د کوکنارو کښت د تېرو کلونو په پرتله پنځوس سلنه راټيټ شوی .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي، د دې ولایت په زیات شمېر ولسوالیو کې يې د کوکنارو د اړولو کماپینونه پیل کړي چې تر دا مهال په سلګونه هکټاره ځمکه د کوکنار له کښت پاکه شوې ده.

نوموړي زیاتوي تېر کال ننګرهار کې پر ۱۸ زره هکټاره ځمکه د کوکنار کښت شوی وو خو سږنی کال په کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی،چې لامل یې په لرو پرتو سیمو کې د حکومت د حاکمیت ساحې پراخوالی دی .
هغه وایي، په ۱۱ ولسوالیو کې د کوکنارو اړلو کمپیانونه روان دي چې تر دا مهال په کې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې ده او په راتلوونکی کال کې پلان لري چې تر کښت وړاندې يې مخه ونیسی.
د سره رود ولسوالۍ د بر سلطانپور سيمې يوه کروند محمد انور هم وويل که حکومت يې نورو حاصلاتو ته د بازار موندنې زمينه برابره کړي؛ نو هېڅ کروندګر به په خپلو ځمکو کوکنار ونه کري.
خو د ننګرهار ولايتي اداره وايي چې د سبزيجاتو د بازار موندنې او دغه راز کروندګرو ته د بديل معشيت بېلابېل پروګرامونه پلان شوي چې ځينې يې پيل او ځېنې به راتلونکي کې ترسره شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1mdycw6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته