دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 187430
دایکندی ډیر اوسیدونکی به د رای حق څخه محروم پاته شی
په داسی حال کې چی یواځی ۳ ورځی د رای ورکوونکو تقویتی نوم لیکنې لپاره پاته دی، د دایکندی ولایت ډیر اوسیدونکې د ځینو مشکلاتو لکه د نوملیکنې مرکزونو کمبودتیا، د مرکزونو ډیر واټن او ددی ولایت جغرافیا صعب العبورتیا، تراوسه نوم لیکنه نه دی شوي او د نوم لیکنې وخت تمدید او سیار ټیمونو رامنځته کیدو بغیر به هغوی د رای ورکوونې حق څخه محروم پاته شی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ د ټاکنو خپلواک کمیسوین تیره ورځ د ټاکنو ذیربط نهادونو هماهنګی ناسته د خپل همکارو نهادونو سره په دایکندی کې ترسره کړه. په دی ناسته کې قاسم قسیم د دایکندی ټاکنو مستقل کمیسیون رئیس چی د تقویتی نوم لیکنې او د نوم لیکل شویو کسانو آمار په اړه خبری کول وویل: د جوزا ۱۸ تاریخ راهیسی چی تقویتی نوم لیکنه د دایکندی په سطحه کې جریان لری، نږدی ۵۰۰۰ رای ورکوونکې خپل تابعیت تذکره برچسب وهلی او نوم لیکنه کړی دی، دا په داسی حال کې دی چی یواځی ۳ ورځی نور د تقویتی نوم لیکنې پروسه پای ته پاته دی.
هغه همدارنګه زیاته کړه چی موږ، ټول مشکلات چی په دایکندی کې شتون لری لکه د تقویتی نوم لیکنې مرکزونو لیری والی او امکاناتو ته نه لاسرسی قبلوو خو بیله دی کوم چاره نه لرو چی نوم لیکنې مرکز ته تللی او ځان ثبت کړو ترڅو رای حق څخه محروم نه شو.
قسیم زیاته کړه: د درو ورځو وروسته، ددی صبر کوو ترڅو دا پروسه تمدید شی او ټیمونه سیار شی ترڅو دایکندی ټول اوسیدونکې نوم لیکنه وکولای شی او خپل مشروع حق څخه برخمن شی.
 
https://avapress.com/vdcipyazut1av52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته