دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 189450
د افغانستان دفاع وزارت د زرګونو خیالي سرتېرو په اړه د سیګار راپور رد کړ
د افغانستان دفاع وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي سیګار هغه راپور له حقیقه لېرې بولي چې په کې ویل شوي، د افغان ځواکونو د بایومټریک بهیر له پيل راهیسې تر دې مهاله د ملي اردو له لیکو ۴۲ زره خیالي نومونه ايستل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دفاع وزارت داسې بې پلانه نه دی چې په دومره لوی شمېر کې دې خیالي سرتېري په دغه وزارت کې موجود وي.
ده وویل: د ۴۲ زره خیالي سرتېرو موجودیت فکر کوم د هېڅ چا لپاره د منلو وړ نه ده، دفاع وزارت دومره اوزګار ناست نه دی يا بې پروګرامه دی چې ۴۲زره خیالي سرتېري دې په وزارت کې موجود وي، موږ هغه دلایل چې تاسو ته وویل، کېدای شي سیګار سقف د تشکیلاتي د اردو او سقف د اکمالاتي سره چې اوس دوه لکه دی، دوی په کې تېروتي وي.
ښاغلي احمدزي دغه شان وویل چې د اپس په نوم د ځانګړي پروګرام له لارې د دفاع وزارت ۹۹،۹ سلنه سرتېري او منسوبین بایومټریک شوي دي چې دغه چاره د خیالي سرتېرو په اړه ټولو ادعاو ته ځواب وايي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرپلټونکي یا سيګار نوی راپور وايي چې په وروستیو څو مياشتو کې د افغان ځواکونو په شمېر کې د پام وړ کمی راغلی او دا ځکه چې اوس د خیالي سرتېرو د ثبت مخه نيول شوې او د دوی د شمېرلو بڼې بدلون موندلی دی.
د سیګار هغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، ښيي چې د روان میلادي کال له اپرېله تر جون مياشتې پورې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۲۰۰۰ ځواکونه کم شوي دي.
راپور په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوله وايي چې د ځواکونو په شمېر کې دا توپير ځکه راغلی چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې سرتېري اوس د بایومټریک له پروسې تېرېږي او پخوا غوندې يې شمېر د مشرانو له خوا نه راپور کېږي.
د سیګار په راپور کې راغلي چې د ملي اردو له لیکو څخه د ۴۲ زرو خیالي نومونو ایستل کېدو د فساد هغه زمینې له منځه وړي چې له امریکا او د هغې له ملاتړو هېوادونو سره په افغانستان کې کېده.
په ورته وخت کې د پوځي چارو پوه جنرال دولت وزیري بیا وايي چې سیګار په تېروتنې سره په خپل راپور کې کمبود سرتېرو ته د خیالي سرتېرو نوم ورکړی دی

ده وویل: سیګار په دې کې تېروتنه کړې، ځکه دا خیالي سرتېري نه دي، ځکه دفاع وزارت د بایومټریک او اپس پروګرام له لارې خپلو سرتېرو ته معاش ورکوي، زه فکر کومه دا هغه سرتېري دي چې کمبود دي، دوی د اصل بست نه کمبود او د دوی معاش چا نه دی اخېستی او نه هم ترې استفاده شوې ده.
د ښاغلي وزیري د معلوماتو له مخې، په دفاع وزارت کې د ټولو سرتېرو شمېر دوه لکه څلور دېرش زره ټاکل شوی چې ياد ۴۲ زره تنه اوسمهال له دغه شمېره کمبود دي.
د دفاع وزارت دغه پخوانی جنرال وايي، غوره به دا وای چې سیګار دغه راپور تر خپرولو وړاندې د افغانستان له دفاع وزارت سره شریک کړی وای، څو د دغې تېروتنې مخه نیول شوې وای.
 
https://avapress.com/vdccpoqsx2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته