دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 189792
پاکستان د هند سفیر د ایستلو او خپل پوځ ته د تیار سئ امر کړی دی
پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د هند د سفیر د ایستلو او له هند سره د هر ډول تجارتي اړیکو د ختمولو پریکړه کړې ده.

پاکستان دغه کار د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د نیمه خپلواکي د ختمولو او په یاده سیمه کې د زرګونو هندي پوځیانو د ځای پر ځای کولو په غبرګون کې کړې ده.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوه ځایي تلویزیون سره خبرو کې دا هم تائید کړه چې پاکستان به په نوي ډیلي کې خپل سفیر بېرته هېواد ته ور غواړي.
د پاکستان حکومت له لوري په دې تړاو اعلامیه کې ویل شوي، ‘لومړي وزیر عمران خان په کشمیر کې د هند نژاد پاله چلند او له بشري حقونو سرغړونو د افشا کولو لپاره د ټولو دیپلوماتکیو لارو چارو د کارولو لارښوونه کړې. ‘
په اعلامیه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پوځ ته امر کړی چې د تیار سئ په حال و اوسي.
د هند د دې تازه اقدام پرضد د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د عادي ژوند چارې په ټپه دریدلې، او  د حکومتي پرېکړې پر ضد لاریونونه پیل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb99b85rhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته