پاکستان دغه کار د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د نیمه خپلواکي د ختمولو او په یاده سیمه کې د زرګونو هندي پوځیانو د ځای پر ځای کولو په غبرګون کې کړې ده.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوه ځایي تلویزیون سره خبرو کې دا هم تائید کړه چې پاکستان به په نوي ډیلي کې خپل سفیر بېرته هېواد ته ور غواړي.
د پاکستان حکومت له لوري په دې تړاو اعلامیه کې ویل شوي، ‘لومړي وزیر عمران خان په کشمیر کې د هند نژاد پاله چلند او له بشري حقونو سرغړونو د افشا کولو لپاره د ټولو دیپلوماتکیو لارو چارو د کارولو لارښوونه کړې. ‘
په اعلامیه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پوځ ته امر کړی چې د تیار سئ په حال و اوسي.
د هند د دې تازه اقدام پرضد د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د عادي ژوند چارې په ټپه دریدلې، او د حکومتي پرېکړې پر ضد لاریونونه پیل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)