دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 191182
چارواکي: په ارزګان او زابل کې ۵۱ طالبان وژل شوي
ځایي چارواکي وایي چې په ارزګان او زابل کې ۵۱ طالبان وژل شوي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلینو ازادي راډيو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد وسله وال طالبان د افغان هوايي او ځمکنيو ځواکونو د عملیاتو پرمهال وژل شوي.
دغه خبرپاڼه زیاتوي چې تېره ورځ او تېره شپه د ارزګان ولایت په چهارچینو او دهراوود ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو عملیات ترسره شوي چې پرمهال یې ۴۴ طالبان وژل شوي او دغه راز د وسله والو طالبانو یو شمېر پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې تېره ورځ يې د زابل ولایت د ارغنداب او شاجوی ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف هم عملیات ترسره کړي چې پرمهال يې ۷ تنه طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdch6znzi23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته