دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 192629
د تخار ولایت بهارک ولسوالی د طالبانو څخه پاک شوه
د داخله وزارت اعلان کړي چی د تخار ولایت بهارک ولسوالی، په پوره توګه د طالبانو څخه پاک شوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د داخله وزارت خبرنامه په اساس، د امنیتی او دفاعی ځواکونو مشترک تصفیوی عملیات د هیواد هوایی قواوو ملاتړ سره د څو ورځو راهیسی بهارک ولسوالی او جات ابدال او تخته کپرک سیمو باندی ترسره شوو ټول یاد شوی کلۍ او بهارک ولسوالی سیمی د طالب وسله والو څخه پاک شو.
ددی عملیات په جریان کې ۸۹ طالب جنګیدونکې په هلاکت ورسید او ۶۷ تروریستان هم ټپيان شو.
ددی عملیات په ترڅ کې د طالبانو نقلیه وسایط او درانده او سپک وسلی امنیتی او دفاعی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
همدارنګه یو حلقه ماین چی د طالبانو له لوری د عمر فاروق ښوونځی تخریب لپاره د بهارک دوراهی سیمه کې ځای پرځای شوی وو، د پولیس له لوری کشف او خنثی شو.
https://avapress.com/vdceww8zojh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته