دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 193397
امریکا له ډېرو ناندریو وروسته ترکیې ته غاړه کېښوده
د امریکا د ولسمشر مرستیال  مایک  پنس  په مشرۍ هیئت  په پلازمینه انقره کې  د بیش تپې په ماڼۍ کې  د ولسمشر اردوغان لخوا هلته ور وبلل شول.
لومړی  ولسمشر اردوغان د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس سره دوه په دوه لیدنه وکړه، چې دې لیدنې  یو ساعت او ۲۰ دقیقو دوام پيدا کړ.
د ترکیې ولسمشر او د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پینس له دوه په دوه یو ساعت او شل دقیقو لېدنې وروسته له امریکا څخه له ورغلي هیئت سره ترکي چارواکو درې ساعته خبري ناسته درلودله، چې د سوریې په شمال  کې د عملیاتو  د درولو په اړه توافق ته ورسېدل.
په دې ناسته کې د امریکا د ولسمشر  مرستیال وویل چې د ترکیې سره  د ۱۲۰ ساعتونو لپاره  د پوځي‌ عملیاتو د درولو په مسئلې سره په تفاهم ورسیدل.
نوموړي زیاته کړه، چې  پدې  ۱۲۰ ساعتونو کې به د (وای پ جي‌ ) اورپکي د ترکیې د سویلي‌ پولو نه  په کامله توګه له هغې سیمې په شا کیږي، کومه سیمه چې ترکیه غواړي له دې اورپکو یې پاکه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا او ترکیې ترمنځ برګونونو زور اخیستی و او ولسمشر پر ترکیه باندې د لا زیاتو بندیزونو اراده درلودله.
د راپورونو له مخې له هغو ځایونو چې امریکایي ځواکونو وتلي و، پرون پنجشنبه په کې روسي ځواکونه ځای پر ځای  شوي دي.
https://avapress.com/vdchwxnzq23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته