د امریکا د استازو مجلس د استخباراتو د کمیټې رئیس ادم شیف وايي د جمهور رئیس ټرمپ حکومت د عزل کیدو لپاره یو قوي قضیه جوړوي ځکه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني مشاور الکساندر کوپرمن د دوشنبې په ورځ د ( اکټوبر ۲۸ مه ) استیضاح ته حاضر نشو.
ادم شیف وویل:" نن ټاکل شوې وه چې ډاکټر کوپرمن شهادت ورکړی وای، خو هغه حاضر نشو. دا ډیر د خواشینی ځای دی. هغه د کانګرس د قانوني استیضاح له مخې راتلو ته اړ شوی وو. په تیرو څو ورځو کې فدرالي محکمې دا تائید کړې چې د عزل کیدو تحقیقات پرځای دی. "
ټرمپ او د هغه جمهوري غوښتونکو ملاتړو د عزل کیدو تحقیقات غیر قانوني ګڼلي او ویلي دي دا تحقیقات د تړلو ورونو تر شاه کیږي او ټول مجلس هیڅکله رایه نده ورکړې.
دغه عمومي رای ګیري په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوېده نن سه شنبه د ( اکټوبر ۲۹ مه )د امریکا د ملي امنیت د شورا غړی الکساندر وینډمن د استازو مجلس د دریو کمیټو د غړو په وړاندې شهادت ورکړي.