دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۵
د مطلب کود : 195195
کندهار کې چارواکي په شاولی کوټ ولسوالۍ د ۳۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي
د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، د شاولیکوټ ولسوالۍ چنار سیمه کې پر یوه امنیتي کنډک د حکومت د وسله‌والو مخالفینو برید یې په شاه تمبولی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن ماښام (عقرب ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل، دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
هغه وویل: "یو پولیس وژل شوی، څلور ټپیان دي، د دښمن نږدې دېرش تنه وژل شوي، په دې برید کې نږدې اتیا تنو طالبانو ګډون کړی وو. "
د پولیسو پر دې امنیتي کنډک نن سهار نږدې شپږ بجې لومړی د هاموي ټانک په وسیله ځانمرګ برید وشو، وروسته بیا نورو وسله‌والو جګړه پیل کړه.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی او دولتي ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1tdytw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته