د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن ماښام (عقرب ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل، دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
هغه وویل: "یو پولیس وژل شوی، څلور ټپیان دي، د دښمن نږدې دېرش تنه وژل شوي، په دې برید کې نږدې اتیا تنو طالبانو ګډون کړی وو. "
د پولیسو پر دې امنیتي کنډک نن سهار نږدې شپږ بجې لومړی د هاموي ټانک په وسیله ځانمرګ برید وشو، وروسته بیا نورو وسلهوالو جګړه پیل کړه.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی او دولتي ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)