دخپریدو نیټه :جمعه ۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 196656
ځانګړو پولیسو په لغمان کې یو ټن چاودېدونکي توکي نیولي
د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو په لغمان کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نږدې ۱۰۰۰ کېلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، ځانګړې قطعې
یې تېره شبه د لغمان په قرغه يي ولسوالۍ کې عملیات کړي او ۸۲۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي یې له کشف وروسته په یو خوندي ځای کې چاودلي دي.

نوموړی وايي، ترهګرو دا چاودېدونکي توکي د سړک د غاړې ماینونو لپاره ساتلي وو.

طالبانو یا کومې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا دا چاودېدونکي توکي يې اړوند وو که نه؟
https://avapress.com/vdciwqazqt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته