دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 196718
هلمند کې پر امنیتي چارواکو او خبریالانو چاودنه شوې
په هلمند کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د هلمند د سرحدي لوا قوماندان وژل شوی او د یوه افغان خبریال په ګډون ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د پوليسو ویاند دوهم څارمن محمد زمان همدرد د شنبې په ورځ د نومبر پر ۳۰مه«لېندۍ۹مه»  وویل، چې د هلمند د سرحدي لوا قوماندان برید جنرال ظاهر ګل مقبل په نننۍ ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
همدرد وويل، چې د مارجې ولسوالۍ په پوځي عملیاتو کې مقبل کلیدي رول در لود او کله چې، نن سهار له لښکرګاه څخه یادې ولسوالۍ ته د تګ په حال کې وو د سپرلی پر حاموي موټر يې چاودنه وشول او تر ژورو ټپونو وروسته يې روغتون د انتقال پر وخت پر لار کې سا ور کړې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم وويل چې د پېښې له ځایه تر دا د شمشاد ټلوېزیون د خبریال سردار محمد سروري په ګډون درې تنه ټپیان په لښکرګاه کې د بیړنیو طبي مرستو د رسولو روغتون یا ایمرجنسي ته انتقال شوي دي.
ځواک وويل:"په مارجه ولسوالۍ کې د نظامي عملیاتو د پای ته رسیدو په مناسبت کومه غونډه وه چې ټاکل شوې وه خبریالان هم هلته د خبري پوښښ لپاره ولاړ شي خو نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د جرنامو په سیمه کې د سرحدي قواوو پر یوه حاموي موټر چې خبریالان هم پکښې سپاره وو چاودنه شوې یو خبریال او ۲ تنه نور چې لايې هم هویت تر اوسه موږ ته نه دی معلوم ټپیان دي او روغتون ته را وړل شوي، خو په پېښه کې ځيني کسان وژل شوي هم دي."
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پېښې د جزئیاتو په اړه امریکا غږ ته وويل، چې بشپړه معلومات به وروسته د رسنیو په واک کې ور کړي.
په هلمند کې تر دې وړاندي هم د دندي پر مهال خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تر دې دوه کاله وړاندې د اریانا ټلوېزیون خبریال نعمت الله زهیر هم د سړک د غاړې په ماین په چاودنه کې وژل شوی او یو بل تن نثار احمد احمدي ټپي شوی وو.
د شمشاد تلویزیون د ټپي خبریال سردار محمد سروري د روغتیا يې حالت په اړه د هلمند د ژورنالیستانو ټولنه وايي، چې هغه له جدي روغتیايي حالت څخه را وتلی او اوس په روغتون کې تر درملنه لاندې دی.
تر اوسه د دې پېښي په اړه وسله والو طالبانو کومه تبصره نه‌ده کړې.
https://avapress.com/vdchz-nz623nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته