دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 197498
په شاه فیصل جومات کې فحاشۍ خلک په غوسه کړي دي
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د شاه فیصل جومات په صحن کې دننه د پاکستاني هلکانو او نجونو ترمنځ جنسي ارتباطاتو خلک سخت په غوسه کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې عکسونه خپاره شوي چې هلکان او نجونې یو بل ته غېږې ورکوي او یو د بل په مخصوصو اعضاوو لاس وهي او وروسته سره څنډې ته کېږي.
تر دې مخکې، په کراچۍ کې د پاکستان د موسس محمدعلي جناح په مقبره کې د هلکانو او نجونو تر منځ د جنسي اړیکو راپورونه او عیني شواهد خپاره شوي وو چې پاکستاني تلویزیونونو پرې پروګرامونه جوړ کړي وو.
ویل کیږي چې د اسلام اباد، لاهور، کراچۍ په شمول په یو شمېر پاکستاني ښارونو کې د ښځو بدلک او د شرابو جوړول او څښل عام کار ګرځېدلی چې پخپله پاکستاني رسنیو هم پرې راپورونه لیکلي دي. د پاکستاني رسنیو له خوا په دې هکله ورکول شوي راپورونه معمولا د پاکستان د غیر پښتني سیمو په هکله دي ځکه د پښتنو سیمو خلک یې تر ډېره پښتني او مذهبي روایاتو ته ژمن دی
https://avapress.com/vdcdn50fjyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته