کومانډو اتلو ځواکونو د بلخ ولایت د “اسدآباد” ولسوالۍ د اوسیدونکو لپاره چې د ترهګرو په وروستیو بریدونو کې له خپلو کورونو بیځایه شوي وو، مرستې کړې دي.
په دغو مرستو کې، اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، کمپلې، د آشپزخانې لوازم او البسه شامل دي.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه د خلکو د ساتنې لپاره له یوې خوا د جګړې په ډګر کې له ترهګرو سره جنګېږي او له بلې خوا، د عامو خلکو ستونزو ته چې د طالبانو د بریدونو په پایله کې بیځایه او زیانمن شوي رسیدنه کوي، انساني مرستې او خدمات ورته رسوی.