دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۸
د مطلب کود : 198992
طالبانو غزني کې د ملي اردو ۵ سرتیري وژلي
وسله والو طالبانو د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه برید کړی چې په نتیجه کې یې ۵ سرتیري وژل شوي دي
دا برید تیره شپه د قره باغ ولسوالۍ لیونی بازار کې شوی دی.
د غزني د ولایتي شورا مشر، نصیر احمد فقیري ویلي په دې پيښه کې د ملي اردو ۵ سرتیري وژل شوي دي، خو د قره باغ ولسوال، حبیب ځیرک ویلي په دې پيښه کې یواځې ۴ سرتیري ټپيان شوي دي.
طالبانو د برید مسوولیت منلی او ویلي یي دي چې ۸ سرتیري یې وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.
په وروستیو څو ورځو کې د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې زیات رپوټونه خپاره شوي دي.
له دې څو ورځې وړاندې هم په غزني او مزار شریف کې د سرتیرو د درنې مرګ ژوبلې رپوټونه خپاره شوي دي.
همدا نن په بلخ ولایت کې د ملي اردو ۶ سرتیري د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.
په داسې حال کې چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې وویل سږ کال د افغان ځواکونو په تلفاتو کې کموالی راغلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnj0fxyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته