دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 200335
د ټاکنو نتایجو تر معلومیدو پوری؛ چارواکو په سطحه بدلونونو څخه ډډه وشی
  نمایندګانو مجلس رئیس وایی ی هیڅ دولتی اداره حق نه لری ترڅو ریاست جمهوری نتایجو تر معلومیدو پوری کوم مقرری، بدلونونه ترسره کړی.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: میر رحمان رحمانی د نمایندګانو مجلس رئیس شنبه ورځ عمومی ناسته کې ټینګار وکړ چی د ولسمشریزو ټاکنو تر معلومیدو پوری دی مقرریانو ودرول شی.
 
هغه وویل چی ځینی کسان د اصلاحاتو د نامه څخه په ګټه اخیستنې سره مقرری او بدلونونه ترسره کوی، چی دا د قبول وړ نه دی.
د رحمانی خبرو په وینا؛ ځینی کسان چی د اصلاحاتو پروسی ترنامه لاندی برکناره کیږی، کلونه کلونه په دولتی پستونو کې کاری تجربه لری او هغوی برکناره کېدل لوی خلا رامنځته کوی.
 
دا په داسی حال کې دی چی ځینو ریپورتونو په اساس د خارجه چارو وزارت سرپرست له لوری ددی وزارت ډیر کارکوونکې برکناره شوی دی.
 
ددی کسانو برکناره کېدل د قومی توازن رعایت او اصلاحاتو رامنځته کېدل بلل شوی دی.
https://avapress.com/vdcipuarwt1aup2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته