دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 201806
«ایراني بریدونو امریکایي عسکرو ته شدیده ذهني صدمه رسولې»
په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو تر برید سمدستي وروسته د امریکا ولسمشر ویلي وو هیڅ کوم امریکایي عسکر نه دی ټپي شوی او ټول روغ رمټ دي. خو وروسته بیا معلومه شوه چې په اول کې ۱۱ او بیا ۳۴ تنو عسکرو شدیده ذهني صدمه لیدلې ده.

د خپلو ابتدایي څرګندونو د اصلاح په ترڅ کې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ دا هم وویل چې د ایران له خوا د عراق پر پوځي اډو په توغندیزو بریدونو کې هیڅ امریکایي سرتیری شدید ټپي شوی نه وو. اوس د امریکایي پوځ دفتر د هغو سرتیرو شمیر ۳۴ ښودلی دی چې ذهني ضربه یي لیدلې ده. پنټاګون پخوا دغه شمیر ۱۱ ښودلی وو.
ایراني حکومت د بی پیلوټه الوتکې په برید کې د دغه هیواد د القدس ملیشه ځواکونو د مشر جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غبرګون کې په عراق کې پر هغو دوو پوځي اډو برید وکړ په کوم کې چې امریکایي پوځیان موجود وو. دغه پوځي اډې یو یي د عراق په لویدیځ کې د راس العین او بل یي د عراق په شمال کې د اربیل ښار ته نږدې واقع دي.  
د دغو امریکایي پوځیانو له جملې څخه چې شدیده ذهني ضربه یي لیدلې ده ۸ تنه یي په آلمان کې د امریکایي پوځیانو روغتون ته د درملنې له پاره لیږدول شوي دي. د توغندیزو بریدونو په نتیجه کې د چاودنو له امله د دغو سرتیرو ذهني وضع تر نورو زیات د اندیښنې وړ بلل شوی دی. دا هم ویل شوي دي چې په ذهني توګه د زیانمنو شویو سرتیرو نیمایي یې بیرته خپلو دندو ته ورګرځیدلي دي.

تر اوسه پورې امریکایي چارواکو د دغو توغندیزو بریدونو په پایله کې د اوښتي مالي او ځاني زیان په اړه ورستي معلومات نه دي وړاندې کړي.
دا خبره مهمه ده چې د ایران د توغندیزو بریدونو پر مهال اکثره امریکایي پوځیان تر ځمکې لاندې پټنځایونو کې وو. د دغو پوځي اډو د ځمکې د پاسه توغندي چاودیدلي وو.
د قاسم سلیماني تر وژل کیدو او په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو تر توغندیزو بریدونو وروسته د ایران او امریکا ترمنځ وضعیت ترینګلی شوی دی. په ظاهره کې وضعه اوس پر سکون ښکاري، خو د توپان د راتلو خطر نه دی لمنځه تللی.
د ایران د توغندیزو بریدونو په پایله کې امریکایي پوځیانو ته د اوښتي ځاني زیان په اړه نړیوالې رسنۍ، سیاسي او دیپلوماتیکې کړۍ اوس هم په شک کې دي.
دوی غواړي په حقیقت پوه شي. دا هم یوه معما ده چې د ایران تر توغندیزو بریدونو وروسته د امریکا د لوړپوړو پوځي چارواکو ترمنځ څه ډول نظر موجود دی او یا هم د تړلو دروازو ترشا پریکړې په کوم انداز سره نیول کیږي.
 
https://avapress.com/vdccxsqie2bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته