دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 202174
محسن داوړ او ملګري یې بیرته راخوشې کړای شول
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ادریس پشتین وايي، د پاکستاني پولیسو له توقیف خانې څخه محسن داوړ او د هغه ټول ملګري تېره شپه ناوخته بېرته راخوشې کړای شول. پاکستاني پولیسو تېره ورځ د منظور پشتین په ملاتړ له اعتراض وروسته محسن داوړ، میرمن عصمت شاهجهان او د پي ټي ایم د رهبرۍ شورا څو غړي ونیول او نامعلوم ځای ته یې یوړل.

له دې وروسته د بخښنې نړیوال سازمان چې د منظور پښتین د نیولو غندنه او د هغه د ژر ر ژره خوشي کېدلو غوښتنه یې کړې وه، تېره شپه یې د محسن داوړ او د نورو معترضانو د نیولو غندنه کړې: ((د نړیوال قانون او د پاکستاني آیین له مخې هر څوک په سوله ییزه توګه د را غونډېدو حق لري، مونږ له پاکستاني چارواکو غواړو چې سه شنبې په ورځ نیول شوي سوله ییز معترضان خوشي کړي.))
مخکې داسې خبرونه هم ورکړل شوي‌ وو چې د قومي اسمبلۍ بل غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی علي وزیر هم پولیسو نیولی، خو هغه دا خبر رد کړی او وایي چې په خوندي ځای کې دی او پولیسو نه دی نیولی.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بو ټو زرداري د منظور پښتین د خوشي کېدو لپاره په جوړه شوې مظاهره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کسانو د نیولو غندنه کړې او ویلي یې دي‌ چې سوله ییز لاریونونه کوم جرم نه دی: (( زه زما د قومي اسمبلۍ د همکارانو محسن داوړ او علي وزیر او نورو نیول غندم چې د منظور پښتین د نیول کېدو په ضد یې احتجاج کاوه. حکومت به هغه وخت ښه کار وکړي که خپل سوګند ور یاد کړي چې د پاکستان د اساسي قانون د ساتنې لپاره یې کړی و.))
له دې سره تړلي:
د پاکستان امنیتي ځواکونو په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه غونډه باندې برید وکړ او د غورځنګ د یوه مشر محسن داوړ په شمول یو شمېر کسان یې ونیول.
یو شمېرراپورونه دا هم وایي چې په محسن داوړ سربېره علي وزیر، افراسیاب خټک او بشرا ګوهر هم نیول شوي دي.
ښاغلی داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ پرغړیتوب سربېره د پاکستان په ولسي جرګه کې د وزیرستان د خلکو منتخب استازی هم دی.‌
دغې غونډې ته چې د پاکستان د پوځ له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر منظوراحمد پښتین د نیول کېدلو د غندنې په مناسبت د اسلام اباد د پرېس کلب مخې ته جوړه شوې په نورو سربېره د یاد غورځنګ مشرانو ښاغلیو محسن داوړ، علي وزیر، افراسیاب خټک خبرې وکړې او د ترهګرۍ د ملاتړ له امله یې د پاکستان په پوځ‌ او استخباراتي ادارو باندې سختې نیوکې وکړې.
د غونډې په پای کې چې برخه والو د پاکستان د پوځ د ظلمونو او د ترهګرۍ تر شا د دغه هېواد د پوځ د لاس لرلو شعارونه ورکول امنیتي ځواکونه را ورسېدل او برید یې وکړ.
په یوه ویډیو کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر محسن داوړ په فیسبوک خپره شوې لیدل کیږي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په ښاغلي داوړ او یو شمېر نورو کسانو باندې وارونه کوي او بیا یې نیسي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې وروسته له هغه راوټوکېد چې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارو د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد د پښتنو د وژنې عملیات ترسره کړل او په دې لړ کې یې بې شمېره بې ګناه خلک ووژل او د نورو یې مړي او ژوندي ورک کړل.‌
ویل کیږي چې تر دې مخکې د پاکستان پوځ‌ دې ته ورته چارې د بلوچستان د ازادۍ ننګیالیو سره هم کړې وې چې په ځینې مواردو کې یې ژوندي بلوچ ځوانان له الوتکو څخه لاندې غورځولي وو.‌
 
https://avapress.com/vdcbz5b5arhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته