فلسطنیان د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر پلان غندي او وايي د دوی په تاوان دی.
دې پلان کې هغه یهودۍ مېنې یا ښارګوټي په رسمیت پېژندل کېږي او رواتوب ور کول کېږي چې نیواکي فلسطین کې جوړې شوې، خو د نړیوال قانون له مخې دا مېنې بې قانونه دي، که څه هم اسراییل پرې دعوه لري.
دې پلان له مخې د فلسطین تر ټولو حاصلخېزې سیمې ډېره برخه د اسراییل کېږي او خپل راتلونکي دولت کې اسراییل ته پر لوېدیځه غاړه پوره امنیتي کنټرول په برخه کېږي.