دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 202297
د ټرمپ پلان؛ اسراییل څه ګټي او فلسطنیان څه بایلي؟
فلسطنیان د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر پلان غندي او وايي د دوی په تاوان دی. دې پلان کې هغه یهودۍ مېنې یا ښارګوټي په رسمیت پېژندل کېږي او رواتوب ور کول کېږي چې نیواکي فلسطین کې جوړې شوې، خو د نړیوال قانون له مخې دا مېنې بې قانونه دي، که څه هم اسراییل پرې دعوه لري. دې پلان له مخې د فلسطین تر ټولو حاصلخېزې سیمې ډېره برخه د اسراییل کېږي او خپل راتلونکي دولت کې اسراییل ته پر لوېدیځه غاړه پوره امنیتي کنټرول په برخه کېږي.
https://avapress.com/vdchwiniq23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته