دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 202685
ایران وایي شپږ سپوږمکۍ یې فضا ته د لېږلو لپاره چمتو کړې دي
د ایران د تکنالوژۍ وزیر وایي د سپوږمکیو د جوړولو چارې چټکې شوې دي او باید فضا ته یې د لېږلو چارې هم چټکې شي.

دده په خبره همدا اوس شپږ سپوږمکۍ په تمامه مانا فضا ته د لېږلو لپاره تیارې دي. د ایران د تکنالوژۍ وزیر آذري جهرومي وایي، دوی دغه سپوږمکۍ د ارتباطي تکنالوژۍ په برخه کې کاروي او هڅه دا ده چې په دې برخه کې لا ډېر فعالیتونه ترسره شي.

نوموړي ویلي چې د امیر کبیر پوهنتون د لا ډېرو سپوږمکیو پر جوړولو کار کوي او د جوړېدو چارې چټکې پرمخ ځي.
https://avapress.com/vdcivrarwt1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته