د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، په دغو دوه ولایتونو کې یې عملیات روان دي او طالبان له ډېرې مجبورۍ افغان ځواکونو ته له څه مودې راهیسې تسلیمۍ ورکوي.
د هغه په خبره تېره ورځ هم د غور په شهرک او د هرات په چشت شریف کې ورته ۵۹ طالبان تسلیم شوي دي: ((ملا ناصر له ۲۰ وسله والو او ملا صلاح الدین له ۳۱ وسله والو سره د غور شهرک ولسوالۍ په جام سیمه کې تسلیم شوی، خو عبدالاحد بیا له اتو وسله والو سره د هرات چشت سریف په دره تخت کې افغان ځواکونو ته تسلیمي ورکړې ده.))
دا په داسې حال کې ده چې په غور او هرات کې د طالبانو پر ضد د هرات قول اردو پراخ عملیات روان دي او افغان ځواکونه په کې د لاسته راوړنو خبره کوي.