ښاغلي فهیم هاشمي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په هغه صورت کې که مخابراتي شبکې ولس ته د انټرنیټ بیې د پام وړ راښکته کړي، نو افغان ټلیکام اداره به پر مخابراتي شبکو د انټرنیټ د پلور بیې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې نورې هم راټیټې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې فهیم هاشمي تېره ورځ په یوه مرکه کې ویلي وو، دوی مخابراتي شبکو ته یو جي بي انټرنیټ په ۹ افغانۍ ورکوي خو هغوی یې په ۲۵۰ افغانیو پلوري.
په همدې حال کې د انټرنیټ د لوړو بیو په تړاو نه یوازې شکایتونه زیات شوي، بلکې ولسمشر غني هم ګواښ کړی که مخابراتي شبکې انټرنیټ ارزانه نه کړي، حکومت به یې جوازونه لغوه کړي.