دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 203091
ننګرهار کې افغان سرتیري بهرني ځواکونه وژلي
د راپورونو له مخې د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې یو افغان ملي اردو سرتیري پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړي، چې یو شمېر بهرني ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

راپورونه وايي، چې دغه پېښه کې اووه بهرني ځواکونه چې د ناټوغوڅ ملاتړ ماموریت په  چوکات کې عملیات ترسره کاوه، وژل شوي دي.
د ننګرها ولایت والي شاه محمود میاخیل رسنیو ته ویلي چې تېره ماښام ( شنبه سلوالواغې ۱۹ ) د شېرزادو ولسوالۍ کې پر پرېکنده ملاتړ او افغان کومانډو ځواکونو ډزې شوي، چې درې افغان کومانډو ځواکونه او څو بهرني ځواکونه پکې ټپیان شوي دي.
د ښاغلي میاخیل په وینا برېدګر چې د  ملي اردو غړی و، په نښته کې وژل شوی، او تر اوسه څرګنده نده چې یاد کس د کومې ډلې نفوذي کس و، او کومه بله پېښه.
که څه تر اوسه کره معلومه نده چې رامنځته شوې پېښه کې څو بهرني ځواکونه وژل شوي، خو افغانستان کې د ناټو پرېکنده ملاتړ یوې خبرپاڼي کې ویلي چې یاده پېښه کې د امریکا دوه سرتیري وژل شوي دي.
د شوې پېښې په اړه امریکايي چارواکو تر اوسه څه ندي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoenu649nww1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته