دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 203178
بنګله دېش په لومړي ځل د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام وګاټه
هند د ۱۹ کلنو لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې بنګله دېش ته د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ. د هند ټوله لوبډله په ۴۸ اورونو کې وسوځېدله. وروسته باران وشو او لوبه ۴۶ اورونو ته کمه شوه او هدف هم ۱۷۰ وټاکل شو.

د بنګله دېش دا هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۳ اورونو کې پوره او په لومړي ځل یې نړیوال جام وګاټه.
د هند په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې ۸۸ جایسوال وکړې. ده په سیمي‌ فاینل کې د پاکستان خلاف سلیزه کړې وه.
دا دیارلسم ځل دی چې د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوالې سیالۍ کیږي. هند تر نورو زیات څلور وارې، آسترالیا درې او پاکستان دوه وارې د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولۍ ګټلي دي.
افغانستان د ۲۰۲۰ کال په نړیوال جام کې اوم مقام وګاټه.
 
https://avapress.com/vdcguw9x7ak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته