افغان چارواکي اندېښنه ښیي چې په ایران کې د کورونا وېروس د خپرېدو له امله دا هېواد په ډله ییزه توګه افغانان هېواد ته راستنوي.
د افغانستان د روغتیا وزیر فېروز الدین پرون د شنبې (د فبروري په ۲۹مه) په نیمروز ولایت کې یوه خبري غونډې ته وویل، له ګاونډیو هېوادونو یې هیله ده چې په ډله ییزه توګه دې افغانان خپل هېواد ته نه شړي.