دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 204666
په بلخ کې چارواکي وايي، د کورونا ویروس د ممکنه خپرېدو د مخنیوي لپاره ازبکستان د حیرتان بندر د مسافرو پرمخ تړلې. د حیرتان یوه چارواکي نورالدین رؤفي بي بي سي ته وویل، له ازبکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته دې هېواد ومنله چې سوداګریز توکي دې د ریل پټلۍ له لارې نه دریږي خو پلی تګ به د کورونا ویروس له امله تر نامالومې نېټې پورې تړلی وي.
د ښاغلي روفي په وینا ورځ کې په منځني ډول ۲۱۰ تنه له افغانستانه ازبکستان ته او ۱۵۰ تنه له هغه ځایه افغاستان ته راستنیږي.
د حیرتان یوه چارواکي نورالدین رؤفي بي بي سي ته وویل، تېره شپه ازبکستاني پوله ساتي ځواکونه له تاشکنده ورغلل او پوله یې وتړله.
نوموړي زیاته کړه ازبکستاني پوله ساتو دغه پوله د مسافرو او سوداګریزو توکو د تګ راتګ پرمخ تړلې چې په وینا یې دا کار یې "له موږ سره له همغږۍ پرته کړی."
ښاغلي رؤفي دا ونه ویل چې دا پوله به ترڅه وخته تړلې وي، خو وايي په دې اړه به له ازبکستاني لوري سره وغږېږي، خو مالومه ده چې دوی د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره داسې اقدام کړی دی.
په بلخ کې د ازبکستان د کونسلګرۍ یوې سرچینې هم تایید کړه چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په پار تر نامعلوم وخته دې هېواد د افغانستان سره خپله پوله تړلې ده.
همدارنګه د پاکستان حکومت د چمن او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ خپله پوله د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي پخاطر د یوې اونۍ لپاره د هر ډول تګ راتګ او د توکو لېږد رالېږد پرمخ تړلې ده.
 
https://avapress.com/vdcjmxe8muqeymz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته