د پاکستان کرېکټ بورډ سوداګریزو سیالیو لپاره لوبغاړو ته شپږ کټګورۍ یا ډلې جوړی کړې دي.
د دې سیالیو تر ټولو ګران بیه کټګورۍ (پلاټينم) ده چې پکې د شپږ لوبډلو ګډونوالو لوبغاړو ته شاوخوا درې کروړه او څلور میلیونه پاکستانۍ کلدارې ورکول کیږي.
همداسی دویمه کټکورۍ (ډائمند) نومېږي چې پکې شامل شویو لوبغاړو ته یو کروړ او شپږ میلیونو پوری پاکستانۍ کلدارې ورکول کیږي.
د دې سیالیو دریمه کټګوري(ګولډ) یا سرو زرو نومي کټګوري ده چې پکې اخیستل شويو پاکستانیو او بهرنيو لوبغاړو ته له شپږ میلیونو تر نهه میلیونو پاکستانۍ کلدارې ورکولو پرېکړه شوی ده.