دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 205789
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له دوه سوه زره زيات خلک د کورونا پر وېروس اخته شوي او تر دې مهاله له اتو زرو زياتو کسانو د دې وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د نړۍ تر ټولو ځپل شوی هېواد چين دی، د دغه هېواد په وهان کې د کورونا وېروس لومړۍ پېښه ثبت شوه. له چين وروسته ايټاليا کې د دې وېروس له امله نژدې درې زره کسان مړه شوي چې يوازې يوه ورځ کې د وژل شويو شمېر ۴۷۵ کسان ښودل شوی دی. بل پلو پاکستان کې د خيبر پښتونخوا حکومت په دې صوبه کې د کورونا وېروس له امله د دوو کسانو د مړينې خبر ورکړی دی.
د روغتيا وزير تېمور خان پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې يو کس په مردان او بل چې ۳۶ کاله عمر لري په پېښور کې د دې وېروس له امله مړه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcg7n9xyak9zu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته