دخپریدو نیټه :شنبه ۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 205838
ولسمشر محمد اشرف غني په زابل کې پر افغان امنيتي سرتېرو د وسله والو بريد غندلی دی. نوموړي په یوه مطبوعاتي اعلاميه کې ويلي چې "د وسله والو طالبانو دغه ډول بريدونه نه يوازې د سولې فرصت له خطر سره مخامخ کوي، بلکې د دوی پر ضد د ولس کرکه او نفرت لا راپاروي".


د نوموړي په وينا افغان امنيتي ځواکونه نه يوازې له "هېواد او هېوادوالو دفاع کوي بلکې د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره د ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي".
د افغانستان سوېل زابل کې د جمعې سهار د (مارچ ۲۰) د افغان پولیسو او پوځ پر پوسته برید کې ۲۴ افغان سرتېري وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي په قطر کې له امریکا سره د هوکړه لیک له مخې باید د دوی پنځه زره بندیان خوشي شي خو افغان دولت بیا وايي طالبان باید له خپلو ژمنو سره سم د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.
بل پلو په کابل کې د امریکا سفارت هم پر خپله ټوېټر پاڼه د زابل بريد غندلی او روانو حالاتو کې يې د "افغان ځواکونو د ژمنتيا ستاينه کړې او دا یې د سولې وخت" بللی دی.
 
https://avapress.com/vdcbfsb5wrhbgwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته