ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد د علمي شورا د تصامیمو له مخې د دولتي اداراتو په څیر په خصوصي اداراتو کې به هم پرسونل د کور نه په کار کولو پیل وکړي. البته چې پدې برخه کې ځینې استثناءګانې وجود لري.
ښاري بسونه کې به د روغتیايي مصافې په نظر کې نیولو سره مساپر انتقالیږي.
د خالي او یکشنبې په ورځو کې به ټول تفریحي پارکونه، ځنګلونه او د بنډار او میلو ځایونه تړلي وي. همداشان د اونۍ په منځ کې هم پدې سیمو کې په ډله ایزه توګه ناستې ولاړو ته اجازه نه ورکول کیږي.
د مارچ د ۲۷ مې د شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره ټول بهرني پروازونه وځنډول شو.
همداشان د ولایتونو ترمنځه په سفر محدویت لګول شوی دی. ددینه وروسته که چیرې هر څوک د یو ولایت نه بل ولایت ته سفر کوي باید د والي د دفتر نه اجازه واخلي.
ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله په ډیره لنډه موده کې د ډیر کم ضایعاتو سره به ددې بحران نه پخیر سره وځو. زمونږ په مخکې ډیر روښانه راتلوونکی شتون لري. ترکیه ددې ناروغۍ د لمنځه وړو قدرت او امکاناتو نه برښمنده ده. زه پوره باور لرم چې زمونږ ملت به دا تدابیر په ډیره ښه توګه عملي کړي.