د نویو شمېرو له مخې دغه ولایت کې د کورونا نیولیو شمېر ۱۸۴ ته ورسېد.
تر اوسه دغه ولایت کې درې کسان له کورونا مړه شوي دي.
له ایران د زرګونو کډوالو ورځني ستنېدلو هرات له کورونا ډېر زیانګالی یا اسېبپزیر کړی دی.
دې ولایت کې په کورنا اخته لومړني کسان له ایران ستانه او یا له دې ستنو شویو سره تماس کې وو.
خو اوس روغتیا وزارت وايي، په کورونا تازه اخته ۴۱ کسان ایران ته د سفر مخینه نه لري.
له هرات وروسته پلازمېنه کابل د کورونا ۱۴ مثبتو پېښو سره تر نورو ولایتونو ډېر دا ناروغان لري.
روغتیايي چارواکي وايي، یوازې تېرو دریو ورځو کې یې له کابل ۱۵۰۰ شکمنې پېښې ټولې کړې دي.
د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره حکومت په کابل، هرات، زرنج او فراه کې پر تګ محدودیت لګولی دی.
کابل کې د دې ناروغانو زیاتېدو سره چارواکي د دې محدودیت د زیاتولو خبره کوي.
په ځینې ولایتونو لکه ننګرهار، بلخ، بغلان، کندوز او بدخشان کې هم ځايي چارواکو په ښار کې محدودیتو لګولي دي.
تراوسه په هرات، کابل، فراه، سمنګان، نیمروز، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغېس، سرپل، پکتیکا او بغلان کې د کورونا ناروغان پېژندل شوي دي.
د روغتیا وزارت وايي، تر اوسه له دې ناروغۍ څلور کسان مړه شوي او لس نور روغ شوي دي.