دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 207177
هرات کې پر کرونا ویروس ۴۱ روغتیايي کارکوونکي اخته شوي
د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي چې د دغه روغتون ۴۱ کارکوونکي چې ډاکټران، روغتیاپالان او اداري کارکوونکي په کې شاملېږي، په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي.
یوازې په تېرې یوې اوونۍ کې د هرات د حوزوي روغتون ۲۵ ډاکتران او روغتیايي کارکووتکي په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون رییس ناصر حبیب په دې اړه وویل:«زموږ ځينې ډاکټران، اداري او خدماتي کارکوونکي او روغتیاپالان په کرونا ویروس اخته شوي خو له نېکه مرغه د ټولو وضعیت ښه دی او هېڅ کوم خطرناک وضعیت نه لرو.»
ځينې ډاکتران کرونا ویروس د لاپراختیا په اړه اندېښمن دي، دوی د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې د خوندیتوب لازیات توکي د روغتیايي کارکوونکو په واک کې ورکړي.
ډاکتر بشیر احمد بارکزی وايي:«روغتونه او روغتیايي مرکزونه هغه ځایونه دي چې تر ټولو ډېر تماس له کرونا ویروس سره لري او اړتیا ده چې زموږ په واک کې د اړین وسایل او امکانات راکړل شي.»
ډاکتر کمال ناصر فقیریار هم زیاتوي:«زما غوښتنه د عامې روغتیا له وزارته دا ده چې د هغو ډاکټرانو د خوندیتابه په پار چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او د ناروغانو په درملنه بوخت دي اقدام وکړي.»
د هرات د عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د کرونا ویروس په وړاندې د ډاکترانو د خوندیتوب په موخه د امکاناتو کمښت مني.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی څرګندوي:«هغو ستونزو ته په کتو چې په تدارکاتو او بودیجه کې شتون لري نه شو کولای چې ټول روغتیايي کارکوونکي د اړتیا وړ امکاناتو سره تجهیز کړو. دا ستونزه شته او شونې نه ده چې د افغانستان ټول روغتیايي کارکوونکي د اړتیا وړ امکاناتو سره دې سمبال شي او د خوندیتابه ټول ټکي په پام کې ونیسي.»
تېره اوونۍ په هرات ولایت کې په کووېډ نولس ناروغۍ د اخته روغتیايي کارکوونکو شمېر شپارس تنه و، خو اوس دا شمېر ۴۱ تنو ته رسېدلی دی.
 
ډېری دغه ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي په کورني قرنطین کې دي او روغتیايي حالت یط مناسب بلل شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaae8auqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته