دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 207184
چینايي چارواکو ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له امله د مړینې یوه پېښه هم نه ده ثبت شوې. له کله چې په تېره جنورۍ میاشت کې د کورونا وېروس د مړینې او مثبتو پېښو رسمي ثبت پیل شوی دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد چارواکي دا خبره کوي.

که څه هم د چین د دولتي سرچینو له خوا د کورونا وېروس د مثبتو پېښو او مړینې په اړه د خپرو شویو معلوماتو په اړه ځینې شکونه شته خو نننۍ اعلان یې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لړ کې سمبولیکه بڼه لري.
د چین رسمي شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې ۸۱ زره او ۷۴۰ تنه په کورونا اخته شوي او درې زره او ۳۳۱ تنه یې له امله مړه شوي دي.
د دې سرچینو د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او دا ټول ناروغان له نورو هېوادونو چین ته ستانه شوي دي.
یوه ورځ وړاندې په چین کې ۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
چین دا وېره لري چې ښايي له بهره د ورتلونکو کسانو له امله په دغه هېواد کې د کوویډ-۱۹ وېروس نوې څپه خپره شي.
د لګول شویو محدودیتونو له مخې هیڅ بهرني وګړي ته اجازه نه ور کول کیږي چې چین ته داخل شي.
د چینايي چارواکو دا نوی اعلان داسې مهال دی چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس په مرکز ووهان ښار کې د وضعیت ښه والي په پایله کې د لګول شویو محدودیتونو له ډلې یوه برخه لرې کیږي او خلک به له دې ښاره نورو سیمو ته تللی شي.
خو یوازې هغه کسان له دې ښاره وتلی شي چې د چارواکو په وینا په خپل ځیرک ټلېفون کې د روغتیا ځانګړی اپلیکېشن ولري.
د کورونا وېروس سره په مبارزه کې د شونې بریا په اړه د مثبتو رپوټونو په رڼا کې د نړۍ د ونډو په بازارونو کې بیې یو څه پورته شوې دي.
د اسیا د ونډو په بازارونو کې نن په دویمه ورځ هم بیې په لوړېدو دي.
داسې اټکل دی چې پانګوال په دې نظر دي چې په اروپايي هېوادونو او امریکا کې د کووید-۱۹ وېروس له دې زیات نه خپریږي.
نن د متحده ایالتونو، جاپان، سویلي کوریا او هانک کانګ د ونډو په بازارونو کې د راکړې ورکړې په پيل کې بیې لوړې وې خو لږ وروسته په ډېره کمه اندازه بېرته را ولوېدلې.
 
https://avapress.com/vdch6qnik23nvzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته