دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 207739
اتمر او ظریف د کرونا ویروس سره پر جدي مبارزې ټینګار کړی
د افغانستان د بهرنیو چارو نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزې، افغان کډوالو او د سولې په پروسې خبرې کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه په دې اړه یوه اعلامیه خپرې کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دواړو لوریو په نننیو ټېلېفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې له کرونا ویروس سره د مبارزې او ټولو افغانانو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو په هدف بشري اوربند ضروري دی.
اتمر او ظریف ویلي چې د اوربند او د سولې پروسې لپاره د یوې اجماع د رامنځته کولو په هدف په سیمه کې د بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې پیلوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د هغو کارونو یادونه شوې چې ایران ترسره کړي د بېلګې په توګه د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د تمدید او د چابهار له لارې افغانستان ته د هند د مرسته شویو غنمو د رالېږد لپاره د اسانتیاوو د برابرولو ژمنه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcds50xnyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته