دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 207826
د ویکي لیکس د بنسټګر جولین اسانج د ژوند ملګرې وايي، کله چې نوموړی لندن کې د ایکوادور سفارت کې و، نو هغه مهال ور کره دوه ماشومان هم وزېږېدل. د جولین اسانج د ژوند ملګرې سټیلامورس وايي، له ۲۰۱۵ کال راهیسې له ښاغلي اسانج سره اړیکې لري او اوس یې دوه بجي هم پالي. نوموړې دا خبره په بلمارش جېل کې د کورونا وېروس د خپرېدو له اندېښنې سره وکړه. اسانج نږدې کال مخکې له ایکوادور سفارت په زور و اېستل شو او اوس په بلمارش جېل کې دی.

۴۸ کلن اسټرالیایی اسانج دا مهال د خپلو روغتیايي اندېښنو له امله د ضمانت غوښتنه کوي.
د هغه ملګرې سټیلا مورس سوېلي افریقا کې زېږېدلې او د مسلک له مخې وکیله ده.
له برتانوۍ ورځپاڼې دي مېل سره خبرو کې وايي، له اسانج سره خپلې اړیکې ځکه ډاګیزوي چې د هغه ژوند خطر کې دی.
د مېرمن سټیلا په خبره، که نوموړی کورونا ونیو، بیا به بچ نه شي.
 
https://avapress.com/vdcau0nui49nwa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته