دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 208870
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» وايي، طالبانو بریدونه زیات کړی او که همداسې دوام وکړي، جواب به یې ورکړو. مېلر دغه څرګندونې د حکومت د دفاع له سرپرست وزیر «اسدالله خالد» سره په ګده یوې خبري ناستې ته کړې. نوموړي ویلي، چې طالبان باید د جګړې شدت کم کړي، تر څو د ټولو لورو سیاسي رهبرۍ ته د یوې سوله ییزې لارې د ټاکلو فرصت په لاس ورشي. د مېلر په خبره، که طالبان «تاوتریخوالي» ته دوام ورکوي، د جواب انتظار دې وباسي.
په ورته وخت کې اسدالله خالد بیا ادعا کوي، چې هم بریدونه طالبانو زیات کړي او هم یې درانه تلفات وړي.
نوموړي ګواښ کړی، که طالبان د جګړې شدت راکم نکړي او سولې ته غاړه کښېنږدي، دولتي ځواکونه به یې د جګړې په ډګر کې وځپي.
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبان وایي، تر خپله وسه یې د بریدونو کچه راټيټه کړې، خو یو شمېر رسنۍ او سیاسي اشخاص یو طرفه قضاوت کوي.
د طالبانو له قوله، تر ډېره یې دفاعي حالت غوره کړی او یوازې هغه ځای یې جګړه کړې، چې ورته اړ شوي.
دوی ددې تر څنګ څه موده وړاندې په قطر کې سکاټ مېلراو خلیلزاد ته د هغو بریدونو لست وړاندې کړ، چې د توافقنامې په خلاف شوي وو او طالبانو او ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
 
https://avapress.com/vdca0anuw49nwa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته