دا اداره خپل تازه رپوټ کې غوښتنه کوي چې افغانستان کې اړمنو ماشومانو ته سملاسي خواړه ورسول شي:
"په داسې حال کې چې افغانستان کې ماشومان د خپل دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره ډېرو خوړو ته اړتیا لري، د قرنطین له امله د لومړنیو خوراکتوکو بیې زیاتې شوې او کورنیو ته د خوړو برابرول ګران شوي دي".
د خوړو نړیوال پروګرام اټکلوي چې تېره میاشت د افغانستان سترو ښارونو کې د غنمو او غوړیو بیه تر ۲۳ سلنې پورته شوې، خو د وریځو، شکرې او غلو دانو بیه له ۷ تر ۱۲ سلنې زیاته شوې ده او لامل یې هم دا بللی چې د عرضې سیستم د تقاضا ځواب نشي ویلی.
په داسې مهال چې د خوراکتوکو بیې لوړېږي، د خوړو اخیستلو لپاره د دیاړيمارو( د ورځانې کارګرو) وس کمېږي، ځکه د قرنطین له امله ورځانه یا دیاړي کمه شوې ده.