سې شنبه ماسخوتن ناوخته د پروان ولایت مرکز چاریکارو په خلازیو سیمه کې پر یو جومات برید کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي. بل لور ته خوست کې هم د تراویح پر مهال پر جومات برید کې لږ تر لږه ۳ لمونځ کوونکي وژل شوي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروا امیني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی چې "ترهګرو" د پروان ولایت چاریکارو کې پر جومات برید کې اته کسان وژلي او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي دي.