دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۵۳
د مطلب کود : 210495
د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، په ايران کښې تر اوسه په کورونا وائرسو اخته ۹۸ زره ۸۰۸ تنه ښۀ شوي دي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د ايران د روغتيا د وزارت د عمومي تعلقاتو او اطلاع رسونې مشر کيانوش جهانپور نن له خبريالانو سره په خبرو کښې په ايران کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو د وروستۍ شمېرنې په اړه په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې دوه زر ۲۴۶ نويو بيمارانو پېژندنې ته په اشارې سره وويل، تر اوسه د قطعي تشخيصي معيارونو له مخې په ايران کښې يو لک شپږويشت زره نهه  سوه نهه څلوېښت تنه په کورونا وائرسو اخته شوي دي.
https://avapress.com/vdcgyz9xnak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته