دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 211638
هېواد کې د کرونا ویروس ۵۷۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۵۷۵ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د غبرګولي په ۱۹مه) یې خپاره کړي دي، د تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو پېښو شمېر ۲۰۹۱۷ ته ورسید، له دې ډلې ۱۸۳۷۷ یې فعالې دي.
همداراز تېره شپه ورځ کې ۱۲ تنه هم د کووید نوولس ناروغۍ له کبله مړه شوي دي او د ټولو مړو شویو کسانو شمېر هېواد کې ۳۶۹ ته ورسید.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هېواد کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر چې ۳۰ وو ثبت شو.
د تازه خپرو شویو شمېرو له کابل کې بیا هم لوړ شمېر، خو د تېرو دوو اوونیو پرتله کمې پېښې ثبت شوې چې ۱۹۳ دي، ورپسې هرات دی چې ۱۵۱، کندهار ۳۹، پکتیا ۷، ننګرهار ۲۳، بادغیس ۱۳، تخار ۵، لوګر ۲۲، نیمروز ۱۰، وردک ۷، پروان ۱۳، لغمان ۳، هلمند ۳۹، کنړ ۲۶، غور ۱۰، زابل ۸، دایکندي۱ او نورستان کې هم ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې.
د یادونې ده چې تېرو څلرویشتو ساعتو کې د کووید نوولس ۳۲۹ تنه روغ شوي هم دي. اوس مهال هېواد کې له کوویدنوولس ناروغۍ ۲۱۷۱ تنه روغ شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwq9x7ak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته