دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 212070
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري په دغه هېواد کې د افغان سفیر پر احضارولو غبرګون ښودلی دی او پر خپل ټویټر یې لیکلي، دوی له ګاونډیانو څخه په کلکه غواړي چې له کړکېچ زېږونکي سیاست څخه ډډه وکړي. هغه زیاته کړې، افغان حکومت په بشپړه توګه کولی شي خپلې مسئلې د خبرو او یو بل ته د درناوي له لارې حل او فصل کړي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د ایران بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان سفیر غفور لیوال په کابل کې د شوي لاریون په اړه چې د دوی په وینا معترضینو پکې د ایران سفارت ته سپکاوی کړی دی ځواب ویلو ته ور غوښتی و.
https://avapress.com/vdchqiniv23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته