کارپوهان وايي، که په برتانیا کې د کورونا وېروس خپریدو له لومړي سره دغه درمل کارول شوي وای، کېدای شي تر ۵۰۰۰ زره پورې کسانو ژوند ژغورل شوی وای.
دوی زیاتوي، دغه درمل چې بیه یې ټیټه ده، په بېوزله هېوادونو کې هم د ډېرېدونکي شمېر ناروغانو په درملنه کې مرسته کولای شي.
په یوه څېړنه کې چې مشري یې د اکسفورډ پوهنتون ماهرینو کړې دغه درمل پر ۲۰۰۰ کسانو ازمایل شوي، او پایلې له هغو نورو ۴۰۰۰ ناروغانو سره پرتله شوې دي چې دغه درمل نه وو ورکړل شوي.
د څېړونکو د ډلې مشر پروفیسر پېټر هوربې وايي:
''دا تر اوسه یوازیني درمل دي چې کارولو سره یې د مړینې کچه کمه شوې ده او په څرګند ډول یې کمه کړې ده، دا خورا مهم پرمختګ دی. ''
دغه درمل له مخکې په ځینو نورو التهابي حالتونو کې کارول کېږي او داسې ښکاري چې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ په څېر داسې حالت کې چې د بدن دفاعي قوت کمېږي، دا درمل مرسته کوي.