دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۹
د مطلب کود : 212554
ایران ته دافغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عباس موسوي ددغه خبر پخلی کړی او له ایراني رسنیو سره یې په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر به له یو جګ پوړي پلاوي سره ایران ته راشي.
موسوي همدارنګه زیاته کړې چې محمد حنیف اتمر او پلاوی به یې د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او نورو چارواکو سره له نږدې وګوري او پر یو لړ بېلابېلو موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.
https://avapress.com/vdcenw8wejh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته